په کرونا ويروس د پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د ککړو لوبغاړو شمېر ۱۰ ته ورسېد 

روهي (څلورنۍ/۴ د چنګاښ)، د پاکستان کرېکټ بورډ په يوې خبرپاڼې کې لېکلي دي چې د ملي لوبډلې لس لوبغاړي په کرونا ويروس ککړ شوي دي. د پاکستان د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې د فخرالزمان، عمران خان، کاشف بټي، محمد حفیظ، محمد حسين، محمد رضوان، وهاب ریاض، شاداب خان، حیدر علي او حارث روف نومونه راغلي دي. 

د کرېکټ له لوبغاړو وراېخوا، د پاکستان د کرېکټ بورډ ادارې يو شمېر اداري کارمندان او پخواني لوبغاړي هم په دغه ويروس اخته شوي دي. لومړيو کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې  پخوانی کپتان شاهد افريدی په کرونا ويروس ککړ شوی وو. 

د پاکستان کرکټ بورډ وايي په کرونا اخته شوي لوبغاړي به یې ۱۴ ورځې له نورو جلا اوسیږي. کرېکټ بورډ انګلستان ته د هغه لوبغاړو سفر هم ځنډولی دی چې په کرونا ويروس ککړ شوي دي.