ناروغان  طبي اکېسجن په بيه اخلي او يا يې د نشتون له امله مري؛ روغتيا وزارت ۳۷ مېلېونه زتر اوسه کرونا ويروس سره مبارزې برخه کې خرڅ کړي 

روهي (څلورنۍ/۴ د چنګاښ)، عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۴ میاشتو کې يې کرونا ويروس د مبارزې او د ناروغانو درملنې برخه کې، ۳۶.۷ مېلېونه امریکايي ډالر لګولي دي. 

عامې روغتيا وزارت وايي چې د دغه پيسو ډېره برخه کې د کرونا ويروس لپاره د ځانګړي روغتونونو د جوړنې او طبي وسایلو په اخېستلو مصرف شوي دي. 

عامې روغتيا وزارت په داسې وخت کې د ۳۶.۷ مېلېونه امريکايي ډالرو د مضرف وايي، چې ناروغ او ناروغان لرونکي د کابل په شمول ډېری ولايتونو کې د طبي اکسېجن د نشتون شکایت کوي. 

د خلکو شکايت دا دی چې د کرونا ويروس لپاره ځانګړې شوي پيسو کې فساد کيږي او روغتونونو کې د کرونا ويروس ناروغانو له ډوډۍ نېولي بيا تر نورو مرستندويه وسايلو د نشتون ستونزه شته ده. 

که څه هم د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح رد کړي دي، خو دوه ورځې وړاندې داسې راپورونه رسنيز شول، چې د مصنوعي يا طبي تنفس لسګونه دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوي دي.