هند نوي ډيلي کې د پاکستان سفارت نيمايي کارمندان په جاسوسۍ تورن کړي او د وتلو امر يې ورته کړی 

روهي (څلورنۍ/۴ د چنګاښ)، د هند حکومت وایي چې نوي ډیلي کې د پاکستان سفارت نيمايي کارمندان وباسي. پر يادو کسانو تور دی چې د ترهګرۍ لپاره يې فعالیت کولو او په جاسوسۍ تورن شوي دي. 

د هندوستان  بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې يادو کسانو ته د يوې اوونۍ وخت ورکړل شوی دی چې هندوستان خوشی کړي. 

هندوستان د بهرنيو د وزارت اعلامیه وایي چې  د یادې موضوع په اړه نوي ډيلي کې د پاکستان شارژدافير په جريان کې شوی دی. 

بيا پاکستان د هندوستان د دغه اقدام پر وړاندې غبرکون ښوودلی دی او بې بنسټه تورونه يې بللي دي. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې هند کې د پاکستان سفارت کارمندانو د ټولو نړيوالو او ډپلماټيکو اصول اړوند دندې تر سره کولې. 

پاکستان د يادې موضوع په اړه اسلام اباد کې د هندوستان شارژدافير احضار کړی دی او خبرداری ورکړی دی چې اسلام اباد به هم په ورته اقدام لاس پوري کړي.