کورنيو چارو وزارت:  خوست، تخار، کندوز، سمنګان، لغمان، فراه او فاریاب ۱۶ مجرمين نېول شوي 

روهي (څلورنۍ/۴ د چنګاښ)، تېره ورځ  افغان  پولیسو د سمنګان، خوست، تخار، کندوز، لغمان، فراه او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې ۱۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د جعل او تذویز، غلا، قتل او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.

 د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويیل شوي دي، چې د یادو کسانو له منځه د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې درې تنه د غلا، په خوست او لغمان ولایتونو کې څلور تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد، د تخار ولایت په مرکز کې درې تنه د غلا او انسان تښتونې،  فاریاب کې درې تنه د غلا، د کندوز په مرکز کې دوه تنه د جعل او تذویز او د فراه د مرکز په اړوند سیمو کې هم یو کس د قتل په تور تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه پنځه میله وسلې او یو عراده لېږدوونکې واسطه هم  د پولیسو لاسته ورغلي دي او د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.