روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، د مکسیکو هېواد روغتياپالان وايي چې د يوې ميرمنې درې ماشومان غبرګوني زېږېدلي دي او درې واړه په کرونا ويروس ککړ شوي دي. روغتيا پالان په کرونا ويروس د دغه ماشومانو د ککړېدو په اړه پلټنې کوي.
ډاکټران وايي چې د دوه نوي زېږدلي ماشومانو څخه دوه ښه روغتيا وضعيت لري او د يو ماشوم روغتيايي وضعيت د اندښنې وړ دی. د روغتون ډاکټران وايي چې ماشومان د پيدا کېدو پر وخت په کرونا ويروس نه دي اخته شوي.
په کرونا ويروس د نوي زږېدلي ماشومانو اخته کېدل په خپل ځان کې عجيبه پېښه شمېرل کيږي خو له دې وړاندې هم ځيني داسې پېښې ثبت شوې دي.
وروستي