روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، افغان حکومت چارواکي وايي چې جرمني کې د مصنوعي تنفس يا وینټیلاتور ۵۸۵ دستګاوې اخېستي دي چې د راتلونکې اونۍ به د هوا له لارې افغانستان ته را ورسيږي.
د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې اوس مهال د مصنوعي تنفس يا وینټیلاتور ۲۶۱ دستګاوې شته دي چې د نوې دستګاوو په رارسېدو سره به د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شي.
که څه هم د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح رد کړي دي، خو تېره ورځ داسې راپورونه خپره شول چې لسګونه د مصنوعي تنفس دستګاوې يا وینټیلاتور له افغانستانه پاکستان ته قاچاق شوې دي.
وروستي