د عامې روغتيا وزارت د مرکزي ګدام کارمند د اتیا زره ډالرو رشوت په اخېستو ونېول شو 

روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، د عامې روغتيا وزارت د مرکزي يو تن کارمند او مسوول د اتيا زره امريکايي ډالرو رشوت د اخېستو په تور نېول شوی. نوموړي له يو قراردادي شرکت ياد رشوت غوښتی وو. 

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي،  "د لومړنیو پلټونو له مخې پخوا د ملي تدارکاتو د پروسې له لارې یو شرکت د سل زره محافظتي کېټونو اخستلو پروسه ګټلې وه او د شرایطو مطابق ټول محافظتي کېټونه یې د عامې روغتیا وزارت مرکزي ګدام ته تحویل کړي و."

د مالوتو له مخې د مرکزي ګدام یو تن کارکوونکي د قانوني اسنادو د طي کېدو په بدل کې د شرکت کارونه ځنډول او د رشوت غوښتنه یې کوله، چې د رشوت اخیستو پرمهال ونیول شو.