اوباما د ديموکرات او ټرمپ د جمهوريت غوښتونکو ګوند غړی دی؛ ديموکراتان او او جمهوريت غوښتنکي سره څه توپير لري؟ دويمه برخه

د همدې لېکنې په لومړۍ برخه کې د امريکا متحدو ايالتو کې د سياسي ګوندونو د تاريخ په اړه يو څه رڼا واچوله. د لېکنې په دويمه برخه کې د ديموکرات او  جمهوريت غوښتونکو ګوندونو ترمنځ اصلي بنسټيز توپيرونه او د اختلاف ټکي درته په ګوته  کوو. په لويه کې ديموکرات  ګوند چپ اړخه لېبرال ګوند دی او بيا جمهوريت غوښتونکی د بددلون ضد يانې محافظه کار ښی اړخ ګوند دی. 

۱- اسرائيل: 
د متحدو ايالتو په سياست کې داسرائيلو له منځ ته راتګ بيا تر نن ورځې د ملاتړ پالېسۍ شتون لري. د ديموکرات ګوند پالېسي دا ده چې اسرائيل بايد د يو يهود دولت په ډول رامنځ ته شي او فلسطنيان دي هم په خپله ځان ته اداره شي. خو بيا جمهوريت غوښتونکی ګوند د اسرائيلو او فلسطين د مسالې په اړه ډېره ښکاره پالېسي نه لري او په دې برخه کې يې سياست ګونګ دی. 

۲- ايران:
د ديموکرات ګوند غړی او پخوانی ولسمشر بارک اوباما په دې نظر وو چې د ايران اټومي پروګرام دې مهار شي خو په ورته وخت کې يې پر ايران د اقتصادي بنديزونو د کمولو سياست درلود. د جمهوريت غوښتونکو سياست بيا د ايران پر وړاندې ډېر توند دی. لکه په خپله ولسمشر ټرمپ د ايران اټومي پروګرام د متحدو ايالتو ملي امنيت ته ګواښ ګڼي او پر وړاندې يې د سختو اقداماتو پالېسي لري. 

۳- د اقليم بدلون: 
ديموکرات ګوند اقليم بدلون ګواښ ګڼي. د ديموکرانانو په اند د اقليم بدلون به د امريکا متحدو ايالتو پر اقتصاد، د وګړو پر روغتيا او لويه کې په چاپيريال منفي او ډېر بد اغېز وکړي. جمهوريت غوښتونکي بيا د اقليم په بدلونه باوري نه دي او دا مساله جدي نه نيسي. جمهوريت غوښتونکي د اقليم د بدلون په د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانانو راپورونو ته د شک په سترګه ګوري. د امريکا جمهوريت غوښتونکی ګوند د نړيوال اقليم بدلون يوازې د محتدو ايالتو مسووليت نه ګڼي او په اړه يې جدي اقدامات هم نه کوي. 

۴- کډوال:
د کډوالو په برخه کې ديموکراتان د يو منظم پلان غوښتنه کوي او د وړانديز کوي چې متحدو ايالتو کې نېږدې ۱۱ مېلېونه بې سندونو کډوالو ته بايد اسناد ورکړل شي، خو جمهوريت غوښتونکي بيا د کډوال له بهير سره مخالف دي. ولسمشر ټرمپ د مکسطکو سره په دې پار ديوال جوړوي، چې د کډوال مخه پرې ونېول شي. 

۵- همجنسګري: 
ديموکرات ګوند د ښځې له ښځې سره او نارينه له نارينه سره د واده کولو او جنسي اړيکو ملاتړ کوي، جمهوريت غوښتونکي بيا له همجنسګرۍ سره مخالفت لري او غندي يې. 

۶- ماليات: 
جمهوريت غوښتونکی ګوند د مالياتو د لوړولو مخالف دی او د ديموکرات ګوند هغه طرحه چې بايد له لوړو عوايد لرونکو ډېره ماليه واخېستل شي مخالفت ښيي. 

۷- غړي: 
ديموکرات ګوند ۴۴ مېلېونه غړي لري او د جمهوريت غوښتونکي ګوند د غړو شمېر ۳۳ مېلېونه ته رسيږي. (۲۰۱۷). 

۸- پوځي لګښت: 
ديموکرات ګوند هڅه کوي چې د متحدو ايالتو پوځي لښګتونه راکم کړي خو بيا جمهوريت غوښتونکي د پوځ د غښتلتيا پالېسي لري. 

۹- تاسيس: 
جمهوريت غوښتونکی ګوند په ۱۸۵۴ او ديموکرات ګوند په ۱۸۲۴ کې تاسيس شوی دی. 

۱۰- وروستي ولسمشران يې: 
بارک اوباما د ديموکرات ګوند نوماند وو او اوسنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د جمهوريت غوښتونکي ګوند څخه نوماند وو چې په ۲۰۱۶ کې يې ټاکنې وګټلې.