روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۹۴۸۱ ته ورسېد.
د روغتيا وزارت مالومات ښيي چې تېرې يوې شپې او ورځ کې د هېواد په بيلا بيلو ولايتونو کې ۱۹ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۴۱۹ له روغتونونو رخصت شوي دي.
د تېر په خلاف د تازه پېښو ډېری په هرات کې ثبت شوي دي او کابل په دويمه درجه کې دی. هرات (۹۸)، کابل (۹۲)، بلخ (۴۰)، غزنی (۳۹)، پکتیا (۱۸)، ننګرهار (۴)، بدخشان (۱۹)، لغمان (۱۰)، کونړ (۳) او سمنګان کې يوه پېښه ثبت شوې ده.
هېواد کې د کرونا ويروس له امله د ټولو مړو شمېر ۶۱۸ او د رغېدلي کسانو شمېر ۹۲۶۰ ته ورسېد.
وروستي