سعودي عربستان وايي چې سږ کال د نورو هېوادونو مسلمانان  د  حج مراسمو  ته نه شي ورتللی 

روهي (درې نۍ/۳ د چنګاښ)، د سعودي عربستان دولتيی رسنۍ اعلان کړی دی چې سږ کال د نړۍ له نورو هېووادونو څخه مسلمانان د حج فرايضې د ادا کولو لپاره دغه هېواد ته نشي ورتللی. دغه پرېکړه د کرونا ويروس له امله شوې ده. 

به خپله د سعودي عربستان وګړي او هغه بهرنيان چې په سعودي عربستان کې اوسيږي کولی شي سږ د حج مراسم ادا کړي. 

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت رسنيو ته ويلي دي، "د نړۍ له ۱۸۰ ډېرو هېوادونو کې د کورونا وېروس خپرېدو ته په پام سعودي کې د نورو هېوادونو محدودو خلکو ته د حج چانس ور کول کېږي".

د سعودي عربستان له دغه پرېکړې وړاندې د نړۍ يو شمېر اسلامي هېوادونو هم خپلو وګړو ته اعلان کړی وو چې سږ د حج مراسمو ته لاړ نه شي. 

روان کال سعودي عربستان د عمرې مراسم هم بند کل او يوازې ټاکلي شمېر کسانو چې له وړاندې په سعودي عربستان کې وو، د عمرې مرسام تر سره کړل.