حنيف اتمر ته د ايران ژمنه: مونږ تيار يو چې د افغان ترمنځ د خبرو کوربتوب وکړو 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنکاښ)، ايران ته د افغانستان د بهرنيو چارو چارسمبال او نوماند وزير محمد حنيف اتمر په وروستي سفر کې د ايران حکومت نوموړي ته ويلي دي چې ايران تيار دی ترڅو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کوربتوب وکړي. 

ايراني چارواکو ويلي دي چې تهران د بين الافغاني خبرو د کوربتوب ترڅنګ هڅه کوي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ژر پيل شي او افغانستان کې تاوتریخوالی راکم شي. 

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې په يوې برخه کې راغلي دي، چې دواړو هېوادنو ژمنه وکړه چې د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو سند به په راتلونکو درېیو میاشتو کې چمتو کوي،‌ او بیا به د افغانستان او ایران د ولسمشرانو لخوا لاسلیکېږي.‌

محمد حنيف اتمر د يو لوړپوړي پلاوی سره يوځای ايران کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه تهران ته تللی او د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سربېره يې له يو شمېر ايراني چارواکو سره کتلي دي.