ملي امنيت شورا: تېرو ۱۹ کالونو کې تېره اوونۍ ترټولو خونړۍ وه 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي چې د افغانستان په روانه ۱۰ کلنه جګړه کې تېره اوونۍ تر ټولو خونړۍ اوونۍ وه. د ملي امنيت شورا د وياند د مالوماتو اړوند تېره يوه اوونۍ کې طالبانو په ۳۲ ولايتونو کې ۴۲۲ بريدونه کړي دي. 

فيصل په ټوېټر لېکلي، "‏تېره اوونۍ په تېرو ۱۹ کلونو کي تر ټولو خونړۍ وه. طالبانو ددې پر ځای چي سوله یې کړې او افغان وژنه درولې وای، بالابود وحشت وکړی او د سولي د تلاښونو پر مهال یې د تېر ۱۹ کلن تاریخ تر ټولو خونړۍ هفته ثبت کړه. 
دا وضعیت هیڅ د منلو نه دی، دا نه سوله او نه یې تعهد دی. باید تغیر سي!"

د ملي امنيت شورا له خوا "ملي امنيت شورا: تېرو ۱۹ کالونو کې تېره اوونۍ ترټولو خونړۍ وه" خبرپاڼه خپرې شوې ده او د طالبانو د بريدونو په اړه په کې ويل شوي دي. 

ياده خبرپاڼه کې لېکل شوي دي، چې  په تېره اوونۍ کې طالبانو په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ ترهګریز فعالیتونه کړي چې په ترڅ کې یې ۲۹۱ افغان امنیتی ځواکونه وژلي او ۵۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.