کرونا ويروس او حمل لرونکې ميرمنې؛ روغتياپالان يې په اړه څه وايي؟ 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، کرونا ويروس اوس مهال په نړۍ کې تر نهه مېلېونه کسان نېولې دي. دا چې څوګ په دغه ويروس ډېر او څوګ کم ککړيږي او يا دا چې په کرونا ويروس ککړېدو سره د چا ژوند په ګواښ او دا چا د رغېدو شونتيا ډېره ده، په اړه بيلا بيل تجربې شريکې کيږي.

 د روغتيا نړيوال سازمان مالومات ښيي چې زيات عمر لرونکي کسان او هغه کسان چې د شکر، زړه او يا نورې ناروغۍ ولري نو که چېرې په کرونا ويروس ککړ شي، وضعيت يې د اندېښنې وړ کيږي. د روغتيا نړيوال سازمان له وقايي وروسته د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې سنګر د انسان د وجود دفاعي سېسټم يادوي او په ستر عمره کسانو او له وړاندې ناروغانو کې دفاعي سېسټم کمزوری وي. 

کرونا ويروس او حمل لرونکې  ميرمنې هم د پوښتنې وړ مساله ده. هغه ميرمنې چې حمل ولري په کرونا ويروس اخته کيږي او کنه؟ که چېرې ځواب هو وي، نو د حمل لرونکو ميرمنو لپاره کرونا ويروس څومره مرګونی دی؟ د روغتيا نړيوال سازمان يې په اړه لاندې مالومات شريک کړي دي. 

حمل لرونکې ميرمنې هم د هغه ميرمنو په ډول چې حمل نه لري په کرونا ويروس اخته کېدای شي. خو حمل لرونکې ميرمنې يو څه ډېرې د خطر کرښې ته ور نېږدې دي. دا چې  کرونا ويروس نوی دی نو په اړه يې هېڅ څېړنه او تجربه هم وروستۍ نه شمېرل کيږي. د امريکا يو پوهنتون دوه مياشتې وړاندې يو څېړنه په لاره اچولې وه او د ۴۶ هغه ميرمنو چې حمل يې درلود، تجربې ېې شريکې کړې دي. یادو ميرمنې چې  حمل لرونکې وې او په کرونا ويروس ککړې  شوې وې داسې کومه ځانګړې ستونزه او نښه، چې په نه اميدوارو ميرمنو کې نه وي ، نه ده تجربه کړې. 

د حمل لرونکو ميرمنو په اړه بل پوښتنه دا ده چې آيا د مور په نس کې ماشوم په دې ويروس اخته کيږي او يا دا چې د زېږون پر وخت ماشوم ته کرونا ويروس انتقاليږي؟ دغه پوښتنې تر ډېره د ډېر کم ګواښ او شونتيا لرونکې بلل کيږي او د تېر په څېر ويل کيږي چې په دې برخه کې لا ډېر کار او څېړنو ته اړتيا ده، خو د مور په نس کې د ماشوم او د  زېږون پر وخت ماشوم ته د کرونا ويروس د لېږد شونتيا ډېره کمه ده. 

د روغتيا نړيوال سازمان سپارښتنه دا ده چې  حمل لرونکې ميرمنې هم د عادي کسانو په ډول په کرونا ويروس اخته کيږي او د ګواښ اندازه يې هم مساوي ده، خو بايد حمل لرونکې  ميرمنې د نه پيدا شوې ماشوم برخه پاملرنه هم وکړي او وقايي تياري جدي ونېسي.