د ننګرهار د خرما حاصلات به سږ کال د اټکل له مخې ۶ زره کیلو ګرامه ته ورسیږي 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، چارواکي تمه لري چې د ننګرهار کانال خورما بڼ سږنی حاصل به شپږ زره کيلو ګرام ته ورسېږي. تېرکال دې بڼ له ۲۷۰۰ ونو ۱۰۰ یې دوه زره کیلو خورما کړې وې. 

د جلال اباد ښار سویل کې د کانال اړوند خورما په بڼ کې کارګر تمه لري چې سږ به د دې بڼ د خورما د خوږو مزه نه یوازې د ننګرهار؛ بلکې د هېواد د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم وڅکي.
دوی وايي: ((په ۱۳۹۸ کال کې يې حاصلات ۲ زره کیلو و؛ خو په ۱۳۹۹ کال کې اټکل دی چې درې برابره ډېره خورما ورکړي.))

مسئولين وايي، باغ په ګل کې دی. پروسږکال لږ افت او باران له امله زيامن شو، سږ یې ګل ښه ډېر نيولی دی. پرو سږکال ۱۰۰ ونو او سږ به ۴۰۰ ونې خورما ونيسي.

ننګرهار کې د خورما ونو شنو کېدو او حاصل د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت پام ځانته اړولی، چې په نورو ولايتونو کې هم سوداګريزو بڼوڼو جوړېدو ته يوه طرحه جوړه کړي.