کابل کې د لويې څارنوالۍ پنځه کارمندان وژل شوي 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د لويې څارنوالۍ پنځه کارمند وژل شوي دي. پېښه نن سهار شوې او د لويې څارنوالۍ دغه کارمندان دندې ته په لار وو. 

لويې څارنوالۍ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې وسله والو د دوی د کارمندانو پر موټر بريد کړی چې پنځه کسان په کې وژل شوي دي. لويې څارنوالۍ له خپلو وژل شوي کارمندانو کورنيو ته تسليت وړاندې کړی. 

د څارنوالۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او د هېواد امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې ده چې د پېښې عاملين پيدا کړي.