
روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، له تېرو درېيو مياشتو د پاکستان حکومت د افغانستان د صادراتو پر وړاندې تورخم، سپين بولدک او غلام خان لارې پرانېستلې. افغانستان کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره وتړلې.
پاکستان څه وخت وړاندې يوازې د پاکستان له خوا افغانستان ته د وارداتو لپاره دغه لارې پرانېستې وې خو اوس يې د افغاني صادراتو پر وړاندې هم پرانېستې دي. په تورخم، سپين بولدک او غلام خان بندر عام تګ - راتګ اوس هم منع دی.
وروسته له هغې چې پاکستان افغاني صادراتو ته اجازه نه ورکوله، په سلګونه ټنه ميوې او سبزۍ د افغانستان دننه خرابې شوې.