۳۱۰ تازه پښې ثبت شوې؛ افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې له ۲۹زره واوښتې 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۳۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره د ټولو مثبتو ثبت شوې پېښو شمېر ۲۹۱۴۳ ته ورسېد. 

د عامې روغتيا وزارت نن ورځ ويلي دي چې په تېرې يوې شپې او ورځ کې ۱۲ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او ۱۲ کسان له روغتون رخصت شوي دي. 

د تازه ۳۱۰ مثبتو پېښو ترټولو ډېرې (۱۶۶) پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي. همدا ډول کندهار  کې (۳۷)، پکتیا (۱)، ننګرهار (۳)، تخار (۹)، بامیان (۵)، بغلان (۲۲)، لوګر (۲)، کندز (۲۱)، پروان (۳)، وردک ميدان (۷)، هلمند (۹)، کنر (۵)، بدخشان (۵)، غور (۳) او زابل کې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو اړوند، تر اوسه ۵۹۸ تنه د کرونا ويروس له امله مړه شوي او ۸۸۴۱ کسان رغېدلي دي.