د ۶۰۰ امريکايي ډالرو به ارزښت د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ۳۲ د مصنوعي تنفس دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوې دي

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، د يو شمېر افغاني رسنيو د راپورونو پر اساس، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اړوند ۳۲ د مصنوعي تنفس دستګاوې يا وینتلاتور په قاچاق ډول پاکستان ته وړل شوې دي. د دغه دستګاوو بيه ۶۰۰زره امريکايي ډالر ښوودل شوې ده. 

د پژواک په يو خبر کې ویل شوي دي چې قاچاق کوونکي د واټسپ له لارې له پاکستاني قاچاقبرانو سره خبرې کړې دي او د ۳۲ وینتلاتور دستګاوو يې ورته ويلي دي. افغان قاچاق کوونکي د هرې دستګاه بيه له ۱۸ بيا تر ۲۵ زره امريکايي ډالرو ښوودلې ده. 

روغتيا وزارت رسنيو ته ويلي  دي چې په دې اړه پلټنې پيل کړې دي او که چېرې داسې کار تر سره شوی وي، نو تر سره کوونکو ته به يې د قانون اړوند سزا ورکړي. 

پاکستان ته د مصنوعي تنفس يا وینتلاتور دستګاوو د قاچاق خبر په داسې وخت کې کيږي، چې د هېواد کې ډېری ناروغان په روغتونونو کې د طبي اکسېجن د نشتون له امله مړه شوي.