د سوريې د جګړې د يو قرباني ميرمنې د جنسي تيري کيسه؛ د خاوند او بچيانو پر وړاندې سرتيرو راباندې جنسي تيری وکړ او فلم يې واخېست 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، د سوريې د کالونو اوږدې جګړې د ياد هېواد پر وګړو بيلا بيلې ناخوالې تجربه کړې. جګړه کې د کورنۍ د غړو وژل کېدل، معيوب کېدل، بې کوره کېدل، لوږه، تنده، مسافري، بې کاري او تر جنسي تيرو؛ هغه ناخوالې دي چې د سوريې وګړي يې په ياد هېواد د پيل شوې جګړې په ترڅ کې تجربه کوي. 

الجزيرې د يوې قربانې شوې ميرمنې کيسه راخېستې ده. نوموړې ويلي، "زه نه پوهېدم چې له ما سره څه کيږي، ما چيغې وهلې او درد مې احساسولو. ما فکر وکو چې زما وجود زما نه دی او نه پوهېدم چې څه احساس کوم. روح مةې بل چېرې وو او وجود مې د بلاګانو په لاس کې وو. 

د بشارالاسد د رژيم يو ميرمن چې اته کاله يې په حکومت کې دنده تر سره کړې وه، د جنسي تيري ښکار کيږي. نوموړې نه پوهيږي چې وسله وال څوګ دي، خو د خپلو بچيانو او خاوند پر وړاندې پرې جنسي تيری کوي، فلم او وېډيو يې اخلي او بيا د نوموړې کورنۍ ته لېږې."

دغه ميرمن وايي چې وسله والو ته ويل شوي وو چې د جنسي تيري پر وخت خپل لوڅ فلم واخلي او بيا يې خپور کړي او يا هم د قرباني شويو کورنيو غړو  ته ولېږي. دغه ميرمن وايي چې پر دي د خپل کور دننه جنسي ډله ييز تيری وشو، خو ښايي يوازې دي نه وايي چې د سوريې په خاموشه جګړه کې قرباني کيږي، بلکې د حکومتي سرتيرو، د حکومت مخالفو وسله والو او نورو زوراکونو له خوا په کورونو، کار ځايونو او زندانو کې پر ميرمنو ډله ييز جنسي تيري کېدل. 

دغه ميرمنې ويلي چې د ټولنې او جګړې ترمنځ بند پاتې دي. جګړې پرې د جنسي تيري زمېنه برابره کړه او ټولنه کې تر نن ورځې ترې کرکه کيږي. نوموړې ته په ټولنيز ژوند کې ويل کيږي چې کله چې پر تا جنسي تيری وشو نو بايد تر نن ورځې ژوندۍ نه وای پاتې. دغه ميرمن وايي چې د سوريې کې جګړې او ټولنې خلک داسې ګير کړې دي، چې د جنسي تيري وروسته ژوند له سپکاوي ډک وي او بايد چې له جنسي تيري وروسته ميرمنې او نجونې د ژوند تمه ونه لري.