روغتياپالان: د کرونا ويروس د دويمې څپې شونتيا شته 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، د نړۍ يو شمېر روغتياپالان اندېښنه لري، چې کالونه وړاندې د هسپانوۍ انفلونزيا په ډول امکان لري چې پر نړۍ د کرونا ويروس دويمه څپه هم خوره شي. د هسپانوۍ انفلونزيا دويمه څپه له لومړۍ ډېره مرګونې وه. 

د امريکا متحدو ايالتو په ځينو ايالتونو، نوي زيلانډ او بيجينګ کې د کرونا ويروس د يو څو نوې پېښې د روغتياپالانو په اند د کرونا ويروس دويمه څپه نه ده، بلکې په دويمه څپه کې د ويروس بڼه او اغېز هم تغير شوی وي او په پراخه کچه خپريږي. 

روغتياپالان د کرونا ويروس د دويمې څپې لامل د نړۍ په هېوادونو کې د قرنطين ماتېدل يادوي. په دې مانا چې د نړۍ ځينو هېوادونو د ويروس په لومړۍ  څپه کې قرنطين او ګرځ بنديز پلی کړی او هغه وخت چې مثبتې پېښې صفر او يا هم تر کنټرول لاندې راغلې ګرځبنديز مات شو. انګلستان کې د (وارویک) پوهنتون پوهان وايي، چې د ايران په شمول د نړۍ په ځيني هېوادونو کې د کرونا ويروس د بيا راتګ يا دويمې څپې شونيتا ډېره لېدل کيږي. 

روغتياپالان په دې  اند دي چې که چېرې د کرونا ويروس دويمه څپه خپره شي نو له لومړۍ څپې به ډېره خطرناکه وي. د ګرځبنديز ماتېدل او د خلکو سره دا فکر چې دوی يو ځل کرونا ويروس تېر کړی يا دې چې د ويروس په وړاندې د خلکو د ويرې کمېدل؛ د کرونا ويروس دويمه څپه د لومړۍ څپې په پرتله غښتلې کوي. 

خو په ورته وخت کې د روغتياپالانو هيله دا ده، چې  د ويروس د د ويمې څپې له راتګ وړاندې به، ساينس پوهان او روغتياپالان په دې واتونيږي چې دغه مرګوني ويروس لپاره واکسين او يا هم درمل جوړ کړي او له طبي لارو به يې مخه ونېسي.