نړۍ کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته لومړنی رېکارډ: ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۳۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، د روغتيا نړيوال سازمان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس د ۱۸۳۰۰ مثبتو پېښو د ثبت ويلي  دي. د کرونا ويروس له پيل بيا تر نن په ۲۴ ساعتونو کې دا ترټولو ډېرې پېښې شمېرل شوې دي. 

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې  په تېرې يوې - شپې او ورځ کې د دومره پېښو لامل د کرونا ويروس چټکه خپرېدا او همدا ډول د نړۍ په هېوادونو کې د ډېرو ټېسټونو کېدل دي. 

له تازه پېښو تر ټولو ډېرې چې  ۵۴۷۷۱ مثبتې پېښې کيږي په برازيل، ۳۶۶۱۷ د امريکا متحدو ايالتو او ۱۵۴۰۰ په هندوستان کې دي. 

د نوې پېښو په ثبت سره نړۍ کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر نهه مېلېونه ته نېږدې شوی دی او همدا ډول څه کم ۵۰۰ زره کسان تر اوسه مړه شوي دي.