برازیل کې د کرونا ويروس د مړو شمېر ۵۰زرو ته ورسېد 

روهي (دوه نۍ/۲ د چنګاښ)، له امريکا متحدو ايالتو وروسته په سويلي امريکا کې د برازیل  هېواد کې کرونا ويروس سخت وځپلو. وروستۍ شمېرې ښيي چې برازیل د کرونا ويروس له امله د مړه شوي کسانو شمېر ۵۰ زرو ته ورسېد. 

د مړو ترڅنګ، برازيل کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر هم د خيرانيتا وړ ښوودل کيږي. په يوې - شپې او ورځې کې زرګونه مثبتې پېښې ثبتيږي. مسوولين وايي چې دغه هېواد کې تر يو مېلېونه کسان په کرونا ويروس ککړ شوي دي. 

د کرونا بحران ترڅنګ، برازيل کې سياسي کړکېچ هم زيات شوی دی. په برازیل کې د ولسمشر بولسونارو پرضد خلک لارو کوڅو ته په لاریونونو وتلي دي.‌ برازيليان ولسمشر او حکومت يې تورنوي چې د کرونا ويروس سره مبارزه کې ناکام، بې پلانه او بې غوره دي.