له يو مېلېون ډېر فالورز يې درلودل؛ ټوېټر د ميرمن  کیتي هاپکینز اکوڼت د تل لپاره بند کړ  

روهي (يوه نۍ/۱ د چنګاښ)، د ټوېټر ټولنيزې رسنۍ ادارې ويلي دي چې د کیتي هاپکینز په نوم د انګلستان هېواد لېکوالې، خبريالې او ټولنيزې فعالې د ټوېټر حساب يې د تل لپاره وتړلو. 

کیتي هاپکینز په ټوېټر فعاله وه او تر يو مېلېون څارونکي يا فالورز يې درلودل. نوموړې تورونه وه چې په ټوېټر د کرکې ډکې څرګندونې کوي او داسې لېکنې کوي چې د ټوېټر پالېسي تر پښو لاندې کوي. 

ټوېټر له دې وړاندې د ميرمن کیتي هاپکینز حساب د يوې اوونۍ لپاره بند کړی وو خو دا ځل ټوېټر ويلي دي چې د ميرمن کیتي هاپکینز اکونټ به د تل لپاره بند وي او نوموړې به ورته لاس رسی ونه لري. 

ميرمن کیتي هاپکینز د متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ سره هم ډېری وخت په ټوټېر تبصرې کولې او د يوې او بل پر وړاندې يې د نيوکو ډکې څرګندونې کولې. 

د ټوېټر ادارې دا نه دي ويلي چې کوم ځانګړی ټوېټ وو چې په پايله کې يې ميرمن کیتي هاپکینز د ټوېټر له حساب  د تل لپاره محرومه شوې ده؟