کرونا د سپورټ په نړۍ کې: د عراق د فوټبال مشهور لوبغاړی احمد راضي د کرونا ويروس له امله ومړ 

روهي (يوه نۍ/۱ د چنګاښ)، د عراق روغتيا وزارت وايي چې د کرونا ويروس ل امله د عراق د فوټبال ملي  لوبډلې مشهور لوبغاړی احمد راضي ومړ. احمد راضي ۵۶ کلن وو. 

نوموړی د عراق په استازېتوب په بيلا بيلو نړيوالو لوبو کې لوبېدلی وو. احمد راضي څه وخت وړاندې په کرونا ويروس ککړ شوی وو، او سختې تنفسي ستونزې وروسته يې روغتون کې ساه ورکړه. 

د احمد راضي د جنازې مراسم د سلګونه عراقيانو په شتون کې تر سره شول او د جنازې په مراسمو کې ګڼو عراقيانو د احمد راضي پر مړينې وژل او د خپل هېواد لپار يې ستره ضايع بللې. 

د فوټبال نړيوال فدراسيون يا FIFA هم د  احمد راضي د مړينې له امله عراقي ولس او د فوټبال مينوالو ته تسليت وړاندې کړی دی.