د ولسمشر غني له خوا ۵۰ سلنه کابينه بشپړه شوې خو عبدالله عبدالله تر اوسه خپله برخه وزيران نه دي معرفي کړي 

روهي (يوه نۍ/۱ د چنګاښ)، د تېرې روژې مياشت کې  ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا اوسنی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د يوې سياسي هوکړې پر اساس له ټاکنيز کړکېچ بهر شول او واک يې سره ۵۰ -۵۰ سلنه تقسيم کړ. 

د يادې هوکړې اړوند د حکومت د کابينې ۵۰ سلنه وزيران ولسمشر غني او ۵۰ سلنه ډاکټر عبدالله عبدالله معرفي کوي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د دوی له خوا د کابينې ۵۰ سلن نوملړ بشپړ شوی دی  خو د واک د شريک ډاکټر عبدالله  عبدالله  وزيران تر اوسه نه دي معرفي شوي. 

عبدالله  عبدالله ته نېږدې کسان وايي چې دوی هم د کابينې د وزيرانو په غوره کولو اخته دي او شونې ده چې د دوه يا درېيو ورځو دننه د دوی ۵۰ سلنه نوملړ هم بشپړ شي. 

ولسي جرګې هم په دې ورستيو کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله  غوښتي وو، چې د چارسمبالۍ بهير پای ته ورسوي او کابينه معرفي کړي.