محمد حنيف اتمر له جواد ظریف سره وکتل 

روهي (يوه نۍ/۱ د چنګاښ)، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت چارسمبال او نوماند وزير محمد حنيف اتمر نن ورځ په يو رسمي سفر پلامينې تهران ته رسېدلی دی او هلته يې د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره کتلي دي. 

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې دغه لېدنه کې په ايران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د وروستيو پېښو په اړه پلټنې او خبرې کيږي او داسې لارې به ولټول شي چې په راتلونکي کې د دغه ډول پېښو مخه ونېول شي. 

ايراني ځواکونو يو ځل افغان کډوال سيند ته واچول او بيا يې د کوچني اتر په شپو او ورځو کې د افغان کډوالو موټر ووېشت چې اور يې واخېست. 

افغانستان کې د يادو پېښو په اړه لاريونونه وشول، خو د ايران حکومت يادو پېښو کې د ايراني سرتيرو لاس لرل ردوي او له افغان حکومت يې په اړه ثبتونه غواړي.