عامې روغتيا وزارت ورته خوښ دی؛ افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې کمې شوې دي 

روهي (يوه نۍ/۱ د چنګاښ)، د تېرو اوونيو په پرتله، په دې درېيو وروستيو ورځو کې افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر کم شوی دی. نن يوه نۍ ۴۰۹، تېره ورځ ۵۴۶   او همدا ډول د تېرې جمعې په ورځ ټول هېواد کې ۳۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. 

پورته شمېرې د تېرو اوونيو په پرتله کمې دي. تېرو اوونيو کې هېواد کې په يوه شپه او ورځ کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر له ۵۰۰ پورته او ځيني وخت تر زرو هم نېږدې شوې وې. 

خو په ورته وخت کې خلک د عامې روغتيا وزارت پر شمېرو باور نه لري او وايي چې عامې روغتيا وزارت په د معايناتو پراخه وړتيا نه لري او روغتونونو کې د سله امله خلک روغتونو ته نه ځي. 

د عامو خلکو په باور افغانستان کې د تر نوي سلنه خلک په کرونا ويروس ککړ شوي دي او داسې کورنۍ به نه وي چې د کرونا ويروس ناروغۍ ونه لري.