مشرانو جرګه: د رسنيو قانون کې تعديل به تعصويب نه کړو 

روهي (يوه نۍ/۱ د چنګاښ)، د مشرانو جرګې ځيني غړو خبرداری ورکړی دی چې د حکومت له خوا د رسنيو قانون کې نوي تغيراتو ته به رايه ورنه کړي. دغه سناتوران وايي چې د رسنيو قانون کې تعديل د افغانستان د اساسي قانون سره په ټکر کې دی. 

د رسنيو نوي قانون کې د نورو مادو ترڅنګ، پوليسو، څارنوالۍ او نورو امنيتي ادارو ته د د سرچينې په ګوته کول، جنجالي ماده ده او د اساسي قانون سره په ټکر کې بلل کيږي. 

د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي چې د رسنيو قانون کې تغيرات هېواد کې د بيان ازادۍ محدودي، د هېواد اساسي قانون او د بيان ازادۍ سله نړيوالو اصولو سره په ټکر کې دي. 

که څه هم د ولسمشر وياند صديق صديقي په دې اړه رسنيو ته ويلي دي چې حکومت په هېواد کې د بيا ازادۍ لپاره ژمن دی خو ډېری خبرپالانو او د رسنيو مسوولينو له ولسي او مشرانو جرګو غوښتي دي چې  ياد قانون ته رايه ورنه کړي.