لوړو زده کړو وزارت کابل کې د يو خصوصي پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام او ان لاين زده کړې بې باوره اعلان کړې 

روهي (پوه نۍ/۱ د چنګاښ)، د لوړو زده کړو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي یدي، چې د کاروان خصوصي پوهنتون په آنلاین بڼه د لېسانس دورې پروګرامونه بې له دې چې اکاډمیک معیارونه او قانوني مجوز په پام کې ونیسي پیل کړي دي.  

د تقنیني اسنادو پر اساس د لېسانس په کچه او له هغه څخه پورته د هر ډول علمي پروګرامونو جوړول د لوړو زده کړو وزارت له قانوني صلاحیتونو څخه دي او هیڅوک نشي کولای، د تقنیني اسنادو او اکاډمیکو ارزښتونو خلاف کوم پروګرام پیل کړي. 

لوړو زده کړو وزارت د کاروان خصوصي پوهنتون لخوا په خپل سر د لېسانس په کچه د آنلاین یا مجازي پروګرام پیلول د خپلو ټولو تقنیني سندونو سره په ټکر کې بولي او دغه پروګرامونه د لوړو زده کړو وزارت په وړاندې چې په هيواد کې د تحصیلي پروګرامونو د جواز ورکولو يواځينۍ مرجع ده د اعتبار وړ نه دي.

دویم یادښت:
د ترسره شوي نظارت له مخې، د کاروان پوهنتون د ماسټرۍ برنامې هم خپل قانوني مراحل نه دي بشپړ کړي، چې د اړوندو تقنیني سندونو خلاف دي او د لوړو زده کړو وزارت په وړاندې اعتبار نلري. 

پورتني موضوعات د نظارتي ادارو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کمېسیون له لوري څیړل شوي او پایلې يې په رسمې بڼه د کاروان محترم پوهنتون او نورو اړوندو مسوولو بنسټونو سره شریکې شوې دي.

د دې خبرتیا له لارې یو ځل بیا ټولو هغو محصلانو ته خبر ورکول کیږي چې غواړي په خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې خپلې زده کړې تر سره کړي، نو په خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې له نوم لیکنې څخه مخکې دې د خپلې خوښې اړوندو تحصیلي پروګروامونو د مجوز (جواز) په هکله معلوماتو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړي.