د افغان کډوالو د وضعيت په اړه تللی؛ محمد حنيف اتمر تهران ته ورسېد 

روهي (يوه نۍ/۱ د چنګاښ)، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت چارسمبال او نوماند وزير محمد حنيف اتمر له يو پلاوی سره يو ځای چې دی مشري کوي، د ايران پلازمينې تهران ته رسېدلی دی. اتمر په دې سفر کې له ايراني چارواکو سره ايران کې د افغان کډوالو د ژوند او وضعيت په اړه خبرې - اترې وکړي. 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند  ویاند حامد تهذیب په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ د افغانستان یو لوړ پوړی پلاوی نن ایران ته لاړ، ټاکل شوې چې په دې سفر کې افغان پلاوی د وروستیو خونړیو پېښو، د دغه ډول پېښو د تکرار د مخنیوي په لارو چارو، د دوه اړخېزو همکاریو په پیاوړتیا او دغه شان د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په سندله ايراني لوري سره هراړخیز بحثونه وکړي."

ايران کې د افغان کډوالو پر وړاندې دوه وروستۍ پېښې شوې چې په کور دننه او نړيوال غبرګونونه يې راپورته کړل. ايراني پوځيانو يو ځل افغان کډوال سيند ته واچوال او بل ځلې يې د افغان کډوالو موټر ووېشت چې اور لګېدنه کې څلور افغان کډوال ووژل شول. 

که څه هم افغان پلاوي له ايراني پلاوي سره د دواړو پېښو په اړه سندونه او شواهد شريک کړي دي، خو ايراني چارواکي د افغان کډوالو پر وړاندې د ايراني سرتيرو د تاوتريخوالي چلندونه ردوي او لاهم د سندونو غوښتنه کوي.