د کرونا ناروغانو ته د مثبتې روحیې په ورکړې، د هغوی ژوند وژغورئ! 

د کرونا یا کوید ۱۹ ناروغي چې د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په وروستیو کې د چین هېواد په اوهان ښار کې پیدا شوه او په دېرې چټکی سره په ټوله نړۍ کې خپره شوه، تر دې دمه یې تر اته میلیونه ډېر وګړي پرې اخته شوي، تر پنځه لکو نورو پورې د همدې ناوغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی او لا هم دغه ناروغي په همدې چټکتیا په ټوله نړۍ کې په خپریدو ده.د کرونا ددې ناروغۍ د درملنې لپاره تر دې دمه په نړی کې هېڅ ډول درمل او یا هم واکسین نه دی جوړ شوی او ممکن تر یوه یا دوه کلو پورې داسې درمل و نه موندل شي چې د کرونا ناروغانو ته ورکړل شي او تر دې مهاله د ناروغانو درملنه یوازې د خوږو مسکن توصیه کیږي او تر څنګ یې د ځینې نورو طبیعي بوټو، میوو، مایعاتو او ترکارۍ دخوړلو سفارش کېږي ترڅو د ناروغ د بدن دفاعي سیستم تقویه کړي چې وکولای شي د ویروس پر وړاندې په سمه توګه مقابله وکړي. 

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله ویل کېږي چې د کرونا اتیا سلنه ناروغان د دې ناروغی هېڅ نښې نلري، خو شااو خوا شل سلنه نور ناروغان بیا ددې ناروغۍ سمې نښې نښانې لري، چې له دې ډلې یې درې سلنه روغتونونو ته تګ ته اړ کیږي او یو سلنه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي. که لږ په ځېر وګورو او وپلټو چې د کرونا نارغۍ له امله د مرګ امکانات څومره دي، نو دې پایلې ته به ورسیږو چې د کرونا ناروغۍ له امله د مرګ امکانات ډېر کم دي او دا موضوع دومره هم جدي نه ده لکه په رسنیو کې چې ورته تبلیغات شوي دي. نه یوازې دا بلکه د وړاندې نه د تدبیر په نیولو او وقایې سره دا ناروغي په آسانۍ سره تېرېدای شي او ناروغ ترې بېرته رغیږي هم.

تجربو دا ثابته کړې چې کوم ناروغان په قوي روحیه د دې ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي او خپله روحیه له لاسه ور نکړي، په دېره کمه موده کې بېرته رغېږي او برعکس هغه کسان چې د دې ناروغی پرمهال خپله روحیه له لاسه ورکوي ډېر زیات زیانمن کیږي، د ناروغۍ موده یې اوږدیږي او ورځ تربلې یې روغتیایي حالت خرابېږي چې په پایله کې یوې خواته تر ډېره د دې ناروغی اثر په کې لیدل کیږي او له بده مرغه ځینې یې بیا د همدې خرابې روحیې له امله،خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

څرنګه چې د کرونا ناروغي مشخص او ثابت درمل نه لري، نو په هر هېواد کې د ناروغانو د درملنې لپاره  له بیلابیلو لارو چارو څخه کار اخیستل کیږي چې تر ډېره بریده د طبیعي خوراکونو او تازه ترکاریو او میوو سپارښتنه ورته کېږي او ډېر شمېر خلک یوازې همدا درملنه په خپلو ناروغانو تجربه کوي چې ښه پایله یې هم ورکړې ده او لکه څنګه مو چې پورته یادونه وکړه ډېر کم شمېر ناروغان چې روغتون ته ځي هلته ورته یوازې د اکسیجن د ورکړې تدابیر په پام کې نیول کیږي یعنې کومه ځانګړي دوا په روغتونونو کې هم نشته چې ناروغ ته په ورکولو سره دا ویروس له منځه یوسي.

له همدې امله باید په ډېر ټینګار سره وویل شي چې په کرونا ناروغۍ د اخته مریضانو د درملنې لپاره تر ټولو مهمه موضوع چې کولای شي ناروغ شخص په کمه موده کې له دې ناروغی څخه وژغوري، هغه قوي روحیه ده.

 ناروغ باید له لومړي سر نه داسې احساس ولري چې دی کولای شي دې ناروغۍ ته ماتي ورکړي او دا ناروغي په دې مانا نده چې دی د مرګ تر پولې ورسوي او یا یې دې ژوند واخلي، بلکه لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د دې ناروغی له امله د مرګ شمېرې ډېرې کمې دي او که په سمه توګه له وړاندې تدابیر او وقایه شته وي، نو بیا دا ډار نه دی پکار چې دا ناروغي به مو تر مرګه ورسوي.

د ناروغ د روحیې پیاوړی کولو لپاره تر ټولو لومړی په کار ده چې په کورنۍ کې د مشرانو او ډېر عمر لرونکو کسانو پر وړاندې باید ونه ویل شي چې دا ناروغي پر مشرانو ډېر اغیز کوي، وروسته بیا له ناروغ سره د کرونا ناروغی په اړه د مثبتو خبرونو شریکول، د کرونا په اړه د منفي تبلیغاتو او ویرونکو خبرونو څخه د ناروغ سړي لرې ساتل ، له خواله رسنیو څخه یې لرې ساتل، د کرونا ناروغۍ له امله په بهرنیو هېوادو په تېره بیا اروپا او امریکا کې د مړو شویو افرادو له هغه ویډیو کلپونو د ناروغو کسانو لیري ساتل چې په کرونا ناروغۍ اخته و او په همدې توګه له ټولو هغه کړنو څخه یې لیري ساتل چې په هغې کې د کرونا اړوند منفي او ویرونکي خبرونه موجود وي، ضروري دي.ددې پر ځای باید تر ډېره مثبت خبرونه، داسې بېلګې چې په ترڅ کې یې په کرونا اخته ناروغان له بوډا توب او مرضونو سره سره، له کرونا بېرته رغېدلي وي، هغوی ته ورښودل، کولای شي د ناروغ روحیه پیاوړې کړې او ده ته همت ورکړي چې په آسانۍ سره ددې مرض مقابله وکړي.