
روهي (يوه نۍ/۱ د چنګاښ)، د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرې يوې شپې او ورځ کې ۱۲ کسان له کرونا ويروس مړ شوي او ۴۰۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د تازه پېښو په ثبت د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۲۸۸۳۳ ته ورسېد او همدا ډول تر اوسه ۵۸۱ کسان د دغه ويروس له امله افغانستان کې مړه شوي دي.
همدا ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷۲ کسانو درملنه شوې چې د ټولو رغېدلو شمېر ۸۷۶۴ تنو ته رسيږي. روغتيا وزارت وايي چې افغانستان کې کرونا ويروس د وړاندې تګ په حال کې دی.