ماليې وزارت: کرونا ويروس له امله ملي عوايد ۱۵ مېلېارده افغانۍ کم شوي دي 

روهي (يوه نۍ/د چنګاښ ۱)، مالي وزارت وايي چې هېواد کې د کرونا ويروس خپرېدو د دغه وزارت د عوايدو پر سرچينو منفي اغېز کړی دی. د مالي وزارت وياند شمروزخان مسجدي رسنيو ته ويلي دي چې د مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د دغه وزارت عوايد ۱۵ مېلېارده افغانۍ کم شوي دي. 

نوموړي په هېواد کې د کرونا ويروس خپرېدل چې له امله يې ګمرکونه، د بهر هېوادونو سره راکړه - ورکړه او سوداګري اغېزمنه شوه، د ملي عوايدو د ښکته راتللو عمده لاملونه په ګوته کوي.

شمروزخان مسجدي  وايي چې سږني مالي کال کې د مالي وزارت موخه ۲۰۹ مېلېارده افغانۍ ټاکل شوې ده، خو په تېرو شپږو مياشتو کې يوازې مېلېارده افغانۍ تر لاسه شوې دي. 

له وړاندې نړيوالو ادارو د افغانستان په څېر هېوادونو کې د کرونا ويروس خپرېدل د يادو هېوادونو د اقتصادي وضعيت لپاره د اندېښنې وړ بللي وو.