فارياب: وسله والو ۳۲ کلنه ميرمن په خپل کور کې د خاوند تر سترګو په ډزو ووژله 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، د فارياب ولايت دولت اباد ولسوالۍ په چغاتک کلي کې دوه وسله والو کسانو يوه ميرمن د خپل کور دننه په ډزو وژلې ده. وژل شوې ميرمن ۳۲ کلنه وه او بي بي هاجره نومېده. 

د فارياب د پوليس وياند رسنيو ته ويلي دي چې بي بي هاجره تېره شپه په خپل کور کې د عبدالوهاب او علاءالدین  په نومونو د چغاتک کلي اسېدونکو په ډزو ووژله. پوليس دغه پېښه ناموسي وژنه بولي. 

د فارياب د پوليس وياند عبدالکریم یورش رسنيو ته ويلي دي چې وژل شوې ميرمنې پنځه ماشومان هم لرم او پوليس د وژونکو د نېونې هڅې پيل کړې دي.