هرات کې چاودنې ۳ افغان پوځيان وژلي 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، لوېدېځ هرات ولايت کې  د هرات - اسلام قلعه پر لويې لارې د افغان ځواکونو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې ده چې له امله يې درې پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان دي. ولايتي ادارې د پېښې پخلی کړی. 

چاودنه  نن ورځ نېږدې ۱۱ بجې د هرات ولايت په کهسان ولسوالۍ کې شوې ده. د هرات د پوليس وياند ويلي دي، چې نننۍ چاودنه کې د پوځيانو موټر ته هم زيان رسېدلی دی. 

تر اوسه د دولتي کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغه چاودنې مسووليت نه دی منلی.