ولسمشرۍ ماڼۍ: د شاعر اولیکوال اسدالله ولوالجي د کورنۍ پر غاړو شوې چاودنه به وپلټل شي 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، تېره ورځ د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند سړک پر سر مقناطيسي ماين چاودنه کړې چې د شاعر اولیکوال اسدالله ولوالجي د کورنۍ دوه کسان په کې وژل شوي او څلور نور په کې ټپيان شوي دي. 

ولسمشر ماڼۍ ياده پېښه غندلې د ارزونې يې ويلي دي. د ارګ په خبر پاڼه کې ويل شوي دي، "جمهوررئیس غني د دغې دردناکې پېښې د خبر په اورېدوسخت متاثر شو او وې ویل، پر مشرانو، علماو، ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو برید د اسلامي او بشري ارزښتونو ضد جنایت دی.

جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته د دغې پېښې د هراړخیزې ارزونې په خاطرد لارښوونې ترڅنګ، د هیواد فرهنګي شخصیت اسدالله ولوالجي ته د خپلې ژورې غمشریکۍ او تسلیت مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي." 

تر اوسه کومې دولت مخالفې وسله والې ډلې د ياد بريد مسووليت نه دی منلی.