هېواد کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له ۲۸زره پورته شو 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې د مالوماتو اړوند په تېرو ۲۴ ساتونو کې د کوېډ-۱۹ تازه ۵۴۶  پېښې ثبت شوې دي او په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۸۴۲۴ ته ورسېد. 

همدا ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ کسان مړ او ۳۳۰ رغېدلي دي. د ټولو مړو شمېر ۵۶۹  او د جوړ شوي کسانو شمېر ۸۲۹۲۲ ته رسېدلی دی. 

له تازه پېښو،  کابل (۱۷۳)، هرات (۱۳۲)، خوست (۶۸)، پکتیکا (۳۱)، تخار (۲۶)، دایکنډي (۱۹)، کندز (۱۸)، فراه (۱۶)، پکتیا (۹)، نورستان (۹)، بلخ (۶)، پنجشیر (۶)، سمنګان (۵)، هلمند (۴)، کندهار (۴)، او ننګرهار  کې درې مثبې پېښې ثبت شوې دي. 

تېره يوه شپه - ورځ کې د مړو شمېر چې نهه کسان کيږي خوست ولايت کې او ورپسې کابل کې اووه تنه دي. هلمند کې  درې، پکتيا او تخار کې يو - يو کس مړ شوی دی.