د روغتيا نړيوال سازمان خبرداری: کرونا ويروس نړۍ يو خطرناک لور ته روانه کړې ده 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، د روغتيا نړيوال سازمان نړۍ کې د کرونا ويروس د مخ پر وړاندې ودې او خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د روغتيا نړيوال سازمان مشر تدروس اډانوم ګیبریسیوس تېره ورځ په يوې خبري ناسته کې دغه څرګندونې کړې دي. 

تدروس اډانوم ګیبریسیوس ويلي دي چې که څه هم په مېلېونه کسان په کورونو کې قرنطين دي خو بيا هم د کرونا ويروس په خپرېدو کې هېڅ کمی نه دی راغلی او د وړاندې تګ په حال کې دی.  

تر دې دمه  نړۍ کې له ۴۵۰ زره ډېر کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي او نېږدې اته نيم مېلېون نور پرې ککړ شوي دي. که څه هم ځيني هېوادونو کې تر يو بريده د ويروس خپرېدا مهار شوې ده، خو په ډېری نورو کې د وړاندې تګ په حالت کې دی. 

د روغتيا نړيوال سازمان مشر تدروس اډانوم ګیبریسیوس اندېښنه ښوودلې ده چې  کرونا ويروس اوس مهال نړۍ له يو خطرناک او ناڅرګند برخليک سره مخ کړې ده.