د هرات سل بستريز روغتون د (شهید الحاج دوکتور عبدالواحد رازي) په نوم شو؛ ډاکټر رازي د کرونا ناروغانو درملنه کوله خو کرونا د ده ژوند هم واخېست 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، تېره ورځ د عامې روغتيا چارسمبال وزير ډاکټر احمد جواد عثماني هرات ولايت ته تللی وو او د ياد ولايت د کرونا ناروغانو سل بستريز روغتون يې د (شهید الحاج دوکتور عبدالواحد رازي) په نوم کړ. 

دوکتور عبدالواحد رازي د هرات په سل بستريز روغتون کې د کرونا ويروس د ککړو کسانو درملنه کوله، چې په کرونا ويروس په خپله هم ککړ شو او څه وروسته يې ساه ورکړه. 
په دې اړه د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ښاغلی ډاکټر احمد جواد عثماني هرات ولایت ته د خپل سفر په لړ کې، د یاد ولایت سل بستریز روغتون ښو خدمتونو د وړاندې کولو په پار د شهید الحاج ډاکټر عبدالواحد رازي په نوم کړ.

شهید ډاکټر رازي کورونا ویروس د مبارزې په لومړۍ کرښه کې، تر اخته کېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

یاد روغتون په داسې حال کې د شهید الحاج ډاکټر عبدالواحد رازي په نوم نومول کېږي، چې موده وړاندې ښاغلي ډاکټر عثماني ژمنه کړې وه، د روغتونونو، برخو نومونه به د ډاکټرانو هڅو او خدمتونو په رسمیت پېژندلو چې د کورونا ویروس له امله مړه شوي ونومول شي."