د کابل پغمان کې چاودنه: د يوې کورنۍ ۲ غړي په کې وژل شوي او ۴ ټپيان دي 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، تېره ورځ د کابل پغمان ولسوالۍ اړوند سړک پر سر مقناطيسي ماين چاودنه کړې ده چې دوه کسان په کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. پېښه تېره ورځ غرمه مهال شوې ده. 

کورنيو چارو وزارت د پېښې د پخلي ترڅنګ ويلي دي چې په يادې پېښې د اسدالله ولوالجي په نوم د هېواد د لېکوال او شاعر ميرمن او لور وژل شوي او د کورنۍ څلور غړي يې ټپيان شوي دي. 

دا چې چاودنه د اسدالله ولوالجي په نوم د يو لېکوال او شاعر د کورنۍ په غړو پسې شوې ده نو پر ټولنيزو رسنيو يې  هم غبرګونونه راپورته کړي دي او پر حکومت نېوکې شوې دي چې د امنيت په ساتلو کې پاتې دی.