کورنيو چارو وزارت: دوه هغه وژونکي مو ونېول چې څه وخت وړاندې يې کابل ښار کې يوه هندو ميرمن وژلې وه 

روهي (نۍ/۳۱ د غبرګولي)، کورنيو چارو وزارت په يوې خبرې پاڼې کې ويلي دي چې دوه هغه وژنکي يې نېولي دي چې څه وخت وړاندې يې د کابل ښار په پروان کارتې سيمه کې يوه هندو ميرمن د سره زرو او پيسو د غلا په پار د شپې پر مهال د خپل کور دننه وژلې وه. 

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ښار په اړوند سیمو کې د جنايي جرمونو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه د یوې ښځې د وژنې په تړاو نیولي دي.

یاد کسان څه موده دمخه د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې یوه کور ته دننه شوي وو او په یاد کور کې یې د پيسو او زرو له غلا وروسته یوه ښځه وژلې وه.له نیول شویو کسانو څخه یوه قبضه تفنګچه هم ترلاسه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې دې کسانو تر دې دمخه هم په ګڼو جرمي قضیو کې لاس درلود او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی."