روهي (جمعه/۳۰ د غبرګولي)، د پاکسان سند ايالت په کهوټکي نومي سيمه کې د دغه هېواد په رينجرز نومي پوځيانو بمي چاودنه شوږې ده چې دوه پوځيان او يو ولسي وګړی په کې وژل شوی دی. چاودنه نن جمعه غرمه مهال شوې.
د کهوټکي سيمې يو امنيتي چارواکي رسنيو ته ويلي دي، "د رینجرز ځواکونو موټر په بازار کې ولاړ و، چې بمي چاودنه پرې وشوه او په نتیجه کې یې د رینجرز ځواک ۲ سرتېري او یو ولسي وګړی وژل شوي دي."
پاکستان کې پر رينجرز ځواکونو د نننۍ چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخېستی. امنيتي چارواکي وايي چې د نننۍ پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
وروستي