روهي (جمعه/۳۰ د غبرګولي)، له تېرو څو اوونۍ راهيسې د همالیا په لډاغ سيمه کې چېرته چې د چين او هندوستان ګډه پوله ده، تاوتريخوالی زيات شوی دی. دواړو خواوو پر يو او بل درنې او سپکې وسلې استعمال کړې، چې مرګ - ژوبله لري.
هندي رسني وايي چې چينايي ځواکونو شل هندي پوځيان وژلي او لس نور يې ژوندي نېولي چې وروسته يې ازاد کړل. د هند حکومت بيا ويلي چې دوه هندي پوځيان وژل شوي دي. لومړي وزير نرېندرا مودي ګواښ کړ، چې د خپلو پوځيانو وينه ورته ارزښت لرونکې او ضايع به نشي.
د هندوستان د اعادو په اړه نن د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند رسنيو ته ويلي چې چينايي ځواکونو هېڅ هندي سرتيری نه دی نېولی او همدا ډول يې د پوځي تاوتريخوالي پړه د هندوستان په غاړه اچولې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چې له دواړو خواو سياسي او ډپلماټيکې هڅې روانې دي؛ د چين او هندوستان اوږدو دوه اړخيزو اړيکو ته په کتو هڅه کيږي چې تاوتريخوالی پای ته ورسيږي.
دا په تېرو پنځو لسيزو کې د هندوستان او چين ترمنځ لومړۍ خونړۍ نښته شمېرل کيږي. چين او هندوستان له دې وړاندې سره هم ناندرې درلودې خو په وروستيو څو لسيزو کې يې اړيکې سره سوداګريزې او د ملګرتيار شوې وې.
وروستي