صلاح الدين رباني: د جمعيت ګوند ځوانانو پيغام ماته دا وو چې د نظام ډول بايد بدلون وکړي 

روهي (جمعه/۳۰ د غبرګولي)، د جمعيت ګوند سرپرست مشر صلاح الدين رباني تېره ورځ کابل کې د جمعيت ګوند مرکزي دفتر او برهان الدين رباني د بنسټ پرانېسته وکړه. ياده ناسته کې د جمعيت ګوند د ګوتو په شمېر مخکښو کسانو برخه اخېستې وه او ډېری ګډون وال يې ځوانان وو. 

د يادې ناستې په اړه د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي، "ما د جمعيت ګوند د ځوانانو پيغام واورېد. دوی دې نظام تغير غواړي او داسې نظام غواړي چې د دغه هېواد د ټولو خلکو استازېتوب وکړي."

صلاح الدين رباني پر ټوېټر پر يو بل ټوېټ کې لېکلي دي، چې د سولې خبرې بايد د ملي، سيمه ييزې او نړيوالې اجماع اړوند تر سره شي. نوموړي ويلي دي چې  د برهان الدين رباني بنسټ به افغانستان کې  يوې تل پاتې سولې لپاره هڅې کوي. 

صلاح الدين رباني تېره ورځ هم د خپلو خبرو په يوې برخې ويلي، چې د جمعيت ګوند ځيني مشران د ګوند له هوکړې پرته د خپلې شخصي لېوالتيا پر بنسټ سياسي پرېکړې کوي او ټاکنيزې ډلې رامنځ ته کوي.