افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را کم شوی دی 

روهي (جمعه/۳۰ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو د ګډې پوځي قومندانۍ مشر جنرال کېت مکنزي وايي چې د دوحه کې د طلبانو او امريکا ترمنځ د شوې هوکړې اړوند، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شوی دی. 

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کې ويل شوي، چې د تړون له لاسليک ۱۳۵  ورځې وروسته به افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکميږي، خو امريکا د پوځيانو شمېر له ټاکلې مودې ۲۵ ورځې وړاندې کم کړی. 

دغه امريکایی جنرال وايي چې افغانستان کې د امريکا پوځيانو د شمېر را کمېدل، د دوحې د سولې تړون پر اساس شوی دی او له افغانستانه د نورو امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه به وضعيت او حالتو اړوند پرېکړه کيږي. 

جنرال کېت مکنزي وايي چې د سولې تړون شرطونه بايد پلې شي او مونږ بايد په دې قانع شو چې د افغاسنتان خاوره به د امريکا پر وړاندې نه کارول کيږي.