پریانکا چوپړا: کله چې غوسه شم نو خاوند مې زما په خبرو نه پوهيږي 

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهورې لوبغاړې پريانکا چوپړا له امريکايي سندرغاړي نیک جوناس سره واده کړی دی. پریانکا چوپړا وايي هېڅ وخت داسې سفرونه کوي چې له دوه او درېيو اوونيو ډېر له يو بل لېرې وسي. 

پریانکا چوپړا وايي چې په ګډ ژوند کې هم ځيني وخت د مينې د ژوند په ډول له يو او بل د کم وخت لپاره خپه او غوسه کيږي. پریانکا چوپړا چې هندۍ ده وايي، "د غوسې پر مهال مې اتګلېسي په هندۍ لهجه شي او بيا مې  خاوند په خبرو نه پوهيږي چې زه په هندۍ لهجه څه وايم."

پریانکا چوپړا وايي چې دي او خاوند يې دواړه په هنري او نورو  چاور کې ډېر بوخت دي، خو بيا يې هم خپل ژوند ته لومړيتوب ورکړی دی او ډېری وخت سره يو ځاي تېروي.