د سمسونګ S30 ځېرک موبايل؛ د شپږ کمرو لرونکی دی 

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، ټاکل شوې ده چې سمسونګ شرکت به څه وخت وروسته له خپل نوي توليد چې S30 ځېرک موبايل دی نندارې ته وړاندې کړي. دغه موبايل شپږ کمرې لري. د S30 ځانګړنه دا ده چې ټولې شپږ کمرې په خپلواک ډول کار کوي. 

آپل شرکت له سمسونګ وړاندې په ايفون ۱۱ پرو مکس کې هم درې کمرې ورکړې وې خو په ځيرک موبايل کې شپږ کمرې بې سارې شمېرل کيږي. 

دغه موبايل تر اوسه مارکېټ ته نه دی وړاندې شوی خو لومړۍ بيه يې ۱۵۰۰ امريکايي ډالر ټاکل شوې ده. نړۍ کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته، د سمسونګ او ايفون په شمول د ډېری شرکتونو د نوي توليداتو وړاندې کول هم وځنډول شول.