ناټو افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر کموي 

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي چې اوس مهال افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر ۱۲ زره ده چې دوی به يې لا کم کړي. ینس سټولټنبرګ وايي چې له ۱۶ زره پوځيانو شمېر ۱۲ زرو ته کم شوی او دا لړۍ به ادامه ولري. 

نوموړي له طالبانو هم غوښتي دي چې اور کم وکړي ترڅو په افغانستان کې د بين الافغاني خبرو له لارې سولې ته لار پرانېزي. 

ینس سټولټنبرګ دا هم ويلي دي چې يو وخت به ټول ناټو ځواکونه له افغانستان وځي خو هغه وخت چې القاعده او ورته نورې ډلې افغانستان کې د فعاليت زمېنه ونه لري. 

د ناټو عمومي سرمنشي د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته هيله ښوودلې او ويلي دي چې طالبان بايد امريکا سره د شوي تړون اړوند القاعده او نورو وسله والو ډلو سره اړيکې وشکوي.