افغانستان کې د کرونا ويروس د مړينې رېکارډ: په لومړي ځل ۲۴ ساعتونو کې ۴۲ کسان مړه شوي 

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، د امې روغتيا وزارت د نن ورځې مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساتونو کې د کرونا ويروس ۶۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې  په دې سر د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۷۵۳۲ ته ورسېد. 

عامې روغتيا وزارت مالومات په ګوته کوي چې په لومړي ځل افغانستان کې په يوې شپې او ورځ کې ل کرونا ويروس ۴۲ کسان مړه شوي دي، چې بې سارې ګڼل کيږي. دې سره له کرونا ويروس د ټولو مړو شمېر هم ۴۴۸ تنو ته ورسېد. 

د تازه ۶۵۸ مثبتو پېښو تر ټولو ډېرې يې چې ۴۱۵ پېښې کيږي  په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې دي. له کرونا ويروس د ټولو رغېدلو شمېر هم ۷۶۶۰ تنو ته ورسېد.