صلاح الدين رباني د جمعيت ګوند دننه له خپلسريو او نفاق پرده پورته کړه 

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د غبرګولي)، د اسلامي جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني وايي چې له تېرو ۱۹ کالونو راهيسې د دغه ګوند لوړپوړي غړي په يوې خوله نه دي او ډېرۍ پرېکړې يې د شخصي ګټو او شخصي لېوالتيا پر اساس وي. 

رباني وايي چې په نېږدې دوه لسيزو کې د جمعيت ګوند دننه ډېری پرېکړې او په ځانګړې ډول د ټاکنو برخه کې دريځ او تصميم نېول په شخصي علاقو تر سره کيږي. دی وايي چې د سياسي پرېکړو په برخه کې د حزب دننه يووالی پاشل شوی دی. 

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ کابل کې د برهان الدين رباني د بنسټ د پرانېستې په مراسمو کې کړې دي. نوموړی نيوکه کوي کوي چې د جمعيت ګوند ځيني غړي ټاکنو کې  د داسې کسانو تر خوا ورځي چې ټولنيز اساس نه لري. 

د يادونې ده چې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې هم، د جمعيت ګوند يو شمېر لوړپوړي غړي په بيلا بېلو ټاکنيزو ټيمونو کې سره وېشل شوي وو، په داسې حال کې چې ډاکټر عبدالله عبدالله د جمعيت ګوند رسمي نوماند وو.